د کلیو او پراختیا وزارت د ۱۳ پروژو تړونونه لاسلیک کړل

نن په کابل کې د کلیو او پراختیا وزارت او د ځینو خصوصي شرکتونو تر منځ د اوبو رسونې د دیارلس پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د کلیو او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د یادو پروژو ټوله‌ییز لګښت ۷۶۰ میلیونه افغانۍ دی چې په بېلابېلو ولایتونو کې به پلي شي.

دی وايي:

"د اوبو رسونې پروژې د کونړ، نورستان، پروان، غور، تخار، لوګر، پکتیا او بلخ په ولایتونو کې پلې کېږي."

د کلیو او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې د یادو پروژو په عملي کېدو سره به شااوخوا پنځلس زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.