کونړ کې د داعش ډلې د جلب او جذب په اړه اندېښنې

د کونړ د سولې شورا رئیس او ځینې نور قومي مشران په دغه ولایت کې د داعش ډلې له جلب او جذب شکایت کوي.

د کونړ د سولې شورا رئیس محمد اسماعیل منیب پرون شپه ازادي راډیو ته وویل د داعش ځینې تبلیغاتي ډ‌لې په کونړ کې د خلکو په جلب او جذب مصروف دي چې دې کار سختې اندېښنې رامنځته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کونړ کې د داعش جلب او جذب روان دی، جلب او جذب کېږي، د دوی تبلیغاتي ټیمونه ګرځي، ولسونه هم له دغو تبلیغاتو او ګرځېدو سره تشویش لري."

د کونړ د کارګرانو ټولنې رئیس شاولي سالارزي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان اوزګاره دي او دا اندېښنه رامنځته کوي چې له مخالفینو سره یوځای نه‌شي.

د کونړ امنیتي چارواکو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو پخوا یې تائید کړې وه چې د داعش ډلې جلب او جذب په ځینو سیمو کې په پټه روان دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي که داعش ډله یا نور وسله‌وال مخالفین په هره سیمه کې سر پورته کوي افغان پوځیان به‌یې وځپي.