دفاع وزارت: د امنیت ټينګښت لپاره لازم چمتووالی نیول شوی

د افغانستان د فاع وزارت ډاډ ورکوي چې د راتلونکي کال د امنیت ټینګښت لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو د مخنیوي لپاره د شفق دوه په نوم پوځي عملیات په یو شمېر ولایتونو کې په شدت سره روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې داسې اندېښنې موجودې وې چې افغان امنیتي ځواکونه سږکال ژمی په دفاعي حالت کې دي.