امیني: ایران د فراه ولایت نا امنیو کې لاس لري

د فراه ولایتي شورا ادعا کوي چې د دغه ولایت په وروستیو ناامنیو او ګډوډیو کې ایران ښکېل دی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیسه جمیله امیني وایي، ایران هڅه کوي چې د فراه ولایت په ناامنه کولو سره د بخش اباد د برېښنا بند د جوړولو مخه ونیسي.

نوموړې په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ټول په دې پوهېږې چې په روانو جګړو او ناامنیو کې ایران لاس لري، ځکه له موږ سره ګډه پوله لري، له حکومته غواړو چې په دې اړه له ایران سره خبرو ته کښني او د امنیت په اړه هم باید پام وکړي."

له دې وړاندې د فراه والي محمد اصف ننګ ویلي وو وروسته تر هغه چې دوی د بخش‌اباد بند د جوړولو کار پیل کړ ایران له فراه سره ښکاره دښمني اعلان کړې ده.

خو تهران د دغو تورونو په باب تبصره نه ده کړې.