عبدالله: هیله ده د افغانستان او امریکا اړیکې لا پیاوړې شي

د افغانستان اجرائیه رئیس د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د بریا مبارکي ویلي او نوموړي ته یې د لا بریالیتوبونو هېله کړې ده.

عبدالله عبدالله نن په کابل کې د یوې ناستې پرمهال هېله څرګنده کړه چې د امریکا د نوې ادارې په ترڅ کې د افغانستان او امریکا اړیکې لا پیاوړي شي.

ښاغلي عبدالله د دواړو هېوادونو اړیکې په ګډو اصولو او ارزښتونو ولاړ وبلل.

ډونالډ ټرمپ پرون د امريکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.