ټرمپ بګرام کې له مېشتو امریکايي سرتېرو سره خبرې وکړې

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د امریکا لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ د بګرام په هوایي ډګر کې له خپلو مېشتو امریکایې سرتېرو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ښاغلي ټرمپ نن په دغه وېډیویې کنفرانس کې دغه سرتېري ځانګړي کسان یاد کړل او ویې ویل چې دوی به په جګړه کې بریا خپله کړي.

میلانیا ټرمپ هم امریکایي سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې د دوی له خدماتو منندوي دي.

په همدې حال کې د دغو سرتېرو په استازیتوب څو تنو د ټرامپ د بریا مبارکي وویله.

د امریکا متحده ایالات دا مهال په افغانستان کې اته زره او څلور سوه سرتېري لري.