پاکستاني چارواکي وایي چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي.
دا چاودنه نن د کُرم ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کې وشوه، پاړه چنار د شیعه و یو مرکز دی.
چارواکي وایي چې چاودنه هغه وخت وشوه چې خلک د میوو او سبزیو د عمده خرید لپاره راغونډ شوي وو.
په پاړه چنار کې د اکرام الله خان په نوم یوه جپګوړي دولتي چارواکي فرانس پریس اژانس ته وویل چې بم د سبزیو په یوه کارتن کې ځای پرځای شوی و.
د پاکستان پوځ وایي چې سرتېرې یې سیمې ته استولي چې حالت کنټرول کړي او د چاودنې پر ځای هیلکوپتر ګرځي.
داسې ښکارې چې د دې چاودنې د تلفاتو شمېر به زیات شي.