د ایټالیا په شمال کې د هنګري د زده کوونکو بس موټر پر لویې لارې ټکر کړی چې لږ تر لږه شپاړس تنو په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی او نهه دیرش نور ټپیان شوي دي.
د بېړنیو چارو د کارکوونکو په وینا دا بس له فرانسې د هنګري خواته روان و او تېره شپه د ایټالیا د فیرونا په سیمه کې اور پکې ولګېد.
په دې بس کې سپاره کسان له څوارلسو تر اتلسو کلونو پورې د هنګري زده کوونکي وو.