صدیقي: تېرو ۳ میاشتو کې له زرو زیات پوځي عملیات تر سره شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې له ملي اردو ځواکونو سره په ګډه له زرو ډېر پوځي عملیات ترسره کړې دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې د دغو عملیاتو پرمهال یوازې په کندز او بغلان کې څه باندې څلور سوه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې دغه عملیات د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترسره شوي دي.

تر دې وړاندې په ملی شورا کې د خلکو استازو ویلي چې افغان ځواکونه باید په ژمي کې له فرصت څخه په ګټې اخیستني په بېلابېلو برخو کې وسله وال مخالفین وځپي ترڅو په پسرلي کې هغوی د حملو د ترسره کولو توان ونه لري.