ټرمپ د اوباما ادارې د پرېکړو نه تصویبېدو پرېکړه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړۍ پریکړه دا وکړه چې حکومتي ادارې دې هغه پریکړې چې د اوباما په مشرۍ پخوانۍ ادارې کړې دي، نه تصویبوي.

د ا لایحې د چاپېریال ساتنې له برخې رانیولې د کورونو د اخیستو د پورونو تر بیمې پورې ګڼ نور مسایل رانغاړي، همداراز یې د اوباما له لورې د روغتیایي بیمې لایحه لغوه کړه.

د سپینې ماڼۍ اداري مسؤل رینس پریبوس وویل، تر هغو به دا بندیز لګیدلي وي چې مخکنیو پریکړو ته بیا کتنه نه وې شوې.

بارک اوباما چې کله په دوه زره نهم کال کې ولسمشر شو، هغه هم هغه مهال ورته پریکړه کړې وه.