حلب کې د امریکا هوايي حمله کې لسګونه وسله وال وژل شوي

امريکايي چارواکي وايي د دغه هېواد هوايي ځواک په سوريه کې د سخت دريځو پر يوه کمپ په بمباريو د القاعده شبکې تر سلو زيات جنګيالي وژلي دي.

دا د بارک اوباما په حکومت کې د تروريزم ضد وروستى بريد و چې ترسره شو.

د امريکا پوځي چارواکي وايي جنګي او بې پېلوټه الوتکو په دې حمله کې چې د پنجشنبې سهار وختي د حلب په لوېديځ کې د ترکيې سرحد ته نږدې شوې، برخه اخيستې ده.

دوى په دې حمله کې وژل شوي سخت دريځي وسله وال، د القاعده شبکې کليدي غړي بللي دي.

ګومان کېږي د وژل شويو ډېرى وسله والو په ٢٠١٦میلادي کال کې سوريې ته سفر کړى او هلته يې د مېشتېدو هڅه کړې او ګومان نه کېږي چې د النصره جبهې غړي به وو.

دا په القاعده پورې تړلې ډله ګڼل کېږي چې تر ٢٠١٦میلادي کاله پورې يې په سوريه کې فعاليت درلود.

دې ډلې وروسته ادعا وکړه چې له هر ډول بهرني ګروپ سره يې ارتباط پرې کړى دى.