درانی: د کندهار میوند کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ په مخامخ نښته کې د درېيو طالب قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل وسله والو وړمه شپه د امنيتي ځواکونو پر پوسته حمله وکړه چې د جمعې تر ناوخته روانه وه.

هغه د مرګ-ژوبلې په باب وويل:

"په دې بريد کې د وسله والو د درېيو سرګروپونو په ګډون ٢٧ وسله وال وژل شوي او ١٧ نور شديد ټپيان شوي دي، وسلې، مهمات، چاودېددونکي توکي او وسايط هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي."

بلخوا په سیمه کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، ازادي راډیو ته وویل چي په دغه جګړه کې ۱۶ پولیس هم وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

د سرچنې په وینا وسله والو په دغه جګړه کې له لايزري پرمختللو وسلو څخه استفاده کړې ده.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لېږل شوې اعلامیه کې دغه جګړه کې د څو امنیتي پوستو د نیولو او یو شمېر افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.