فقيري: ټرمپ ته افغانستان لومړيتوب نه دى

د امريکا متحدو ايالتونو پنځه څلوېښتم ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د وفادارۍ لوړه وکړه او رسماً د دغه هېواد ولسمشر شو.

تر لوړې وروسته ښاغلي ټرمپ وينا هم وکړه، چې په هغې کې يې د امريکا د خونديتوب، اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د برابرولو او په نړۍ کې د افراطي ډلو د له منځه وړلو ژمنه وکړه.

ښاغلي ټرمپ د افغانستان په باب څه ونه ويل.

دا په داسې حال کې ده، چې ده ته د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه په ميراث پاتې شوه.

صالح محمد صالح د امريکا په ويرجنيا کې له مېشت سياسي تحليلګر واحد فقيري سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى، ډونالډ ټرمپ ولې د افغانستان نوم وانخيست، ايا افغانستان نور له پامه غورځېدلى؟

Your browser doesn’t support HTML5

په امريکا کې له مېشت تحليلګر واحد فقيري سره مرکه