واشنګټن کې د ټرمپ لوړې مراسمو لپاره امنیتي تدابیر سخت شوي

د امریکا متحده ایالتونو په پلازمینه واشنګټن کې د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د واشنګټن په ځینو سیمو کې له هغې ډلې د کانګریس ودانۍ ته نېږدې استنادي دیوالونه درول شوي او د لا زیات امنیت د ټینګښت لپاره په ځینو سیمو کې موانع اېښودل شوي دي.

د نیشنل مال شاوخوا ته امنیتي موانع رامنځته شوي او تخنیکرانو تېرماښام د لنکلن د یادښت په ځای کې چې تمه ده ډونالډ ټرمپ په‎کې لنډه وینا وکړي خپلې وروستۍ آمادګۍ نیولې.

واشنګټن ته له رسېدو وروسته ډونالډ ټرمپ په یوه پوځي الوتکه کې له خپلو نورو جمهوري غوښتونکو ملګرو سره د آرلنګتن ملي هدیرې ته ورغی هغه هدیره چې د امریکا د جګړو ډېر قربانیان په کې خښ شوي دي.

ښاغلي ټرمپ ژمنه وکړه چې په واشنګټن کې به واقعي بدلونونه راولي او هېواد به یې چې له ژور اختلاف سره مخ دی یو موټی کړي.