د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت د خلم ولسوالۍ د بُزکشی په میدان کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې دوه کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي چې د حاجي زمري په نامه د ولسي پاڅون قوماندان او ورسره د ده ډرېور په دې چاودنه کې وژل شوي او پنځه نور کسان ټپيان شوي.
د قادري په خبره چې چاودنه د مزار کندز پر لویه لار د هلم بُزکشي په میدان کې د حاجي زمري پر موټړ ترسره شوې ده.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
پخواني:
څو شېبې وړاندې د بلخ ولایت په خلم ولسوالۍ کې د وزلوبې په یوه میدان کې ماین چاودنه شوې ده.
د بلخ ولایت د والي ویاند منیر فرهاد د دې خبر په تائید سره وايي چې ماین د وزلوبې په میدان کې ځای پر ځای شوی و چې د لوبې په جریان کې وچاودید چې نندارچیانو او لوبغاړو ته یې تلفات ور واړوه.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې تر اوسه لا د تلفاتو دقیق شمېر نه دی معلوم.