داعش بیا د سوريې پالميرا کې د ابداتو په ورانولو لاس پورې کړ

داعش ډلې يو ځل بیا د سوريې په پالميرا ښار کې د تاریخي ابداتو په ورانولو لاس پورې کړ.

سنا خبري اژانس نن وویل چې داعش جنګيالیو په سوریه کې د روم امپراتورۍ د وختو څلور ستنې لرونکې دروازه او د دوهمې پيړۍ يو سټډیوم له‎منځه وړی دی.

دا خبره د سوريې د تاريخي ابداتو رئيس مامون عبدالکریم تائيد کړې ده.

د عبدالکریم په وینا، څلور ستنې لرونکې دروازه لس ورځې مخکې نړول شوې ده.

داعش ډلې د نړۍ په تاریخي ابداتو کې ثبت شوی دغه ښار په ډیسمبر مياشت کې بېرته له حکومتي ځواکونو ونیو.

تردې مخکې دغه سخت دريځي حکومتي ځواکونو له پالميرا ښاره د نهو مياشتو لپاره پر شا تمبولي وو.