افغان امنیتي ځواکونو په سرپل ولايت کې يو ترکمنستانی او يو قزاقستانی نیولي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني ازادي راډيو ته وويل چې دا دوه کسان د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په قفلاطون سیمه کې پرون ماخستن د امنیتي ځواکونو په حمله کې نيولي او څلور د دولت مخالفين يې وژلي دي.
د دې عملیاتو پرمهال درې نور بهرني وګړي ټپيان شوي دي.
ښاغلي اماني وويل چې نیول شويو دوو بهرنيانو د لومړيو تحقيقاتو پرمهال يوه يې ځان عبدالمتین د ترکمنستان د عشقاباد ښار اوسېدونکی ښودلی او بل يې ځان ديمري زرلي يوف د قزاقستان تبعه معرفي کړی دی.