دفاع وزارت: تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۳ تنه وسله وال وژل شي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۵۳ تنه وسله وال مخالفین چې په کې بهرنیان هم شامل دي وژل شوي دي.

د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان په ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، ارزګان، زابل، کندهار، فراه، کندز، بغلان او بلخ کې د افغان پليو او هوايي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د بیان له مخې ۲۶ وژل شوي د القاعدې او داعش غړي دي چې ۲۱ تنه یې بهرنیان دي.

په دغو عملیاتو کې ۳۰ تنه مخالفین ټپيان هم دي او ۱۸ شکمن کسان نیول شوي دي.

په یادو سیمو کې خپلواکو سرچینو مخالفینو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو هم د ملي دفاع وزارت له خوا د دا شمېر مخالفینو د وژنې د ادعا په سر تبصره نه ده کړې.