خوست کې یو شمېر لیکوال او فرهنګیان وايي چې په وروستیو کلونو کې په پښتون میشتو سیمو کې د یو شمېر علمي او اکاډمیکو مرکزونو جوړېدل، همدرانګه مطالعې، معلوماتو او زده کړو ته د خلکو لیوالتیا د دې سبب شوې ده چې په پښتو ژبه کتاب لیکنه ډېره شي.
خوستي فرهنګیان د دې ترڅنګ یوې مهمې ستونزې ته هم اشاره کوي او زیاتوي چې د ډېرېو ځوانانو لیکوالو کتابونه او شعري ټولګې په ټول افغانستان او د پولي د پورې غاړي په پښتون میشتو سیمو کې کتابتونونو او نورو علمي مرکزونو ته نه وړل کېږي او یوازې همدلته پاتې کېږي.
نن د جمعې په ورځ شاعر او خبریال ساجد بهار ازادي راډیو ته په پښتو ژبه د کتاب لیکنې د ډېریدو لاملونه داسې په ګوته کړل:
"دا چې په وروستیو کلونو کې په پښتون میشتو سیمو کې کتاب لیکنه ډېره شوې ده، یو لامل يې په دې سیمو کې د علمي او اکاډمیکو مرکزونو او ادارو رامنځته کېدل دي، یاد مرکزونه محصلان او نور فرهنګیان هڅوي چې په بيلابيلو مسایلو باندې تحقیق وکړي، دویمه مسئله هم د نړیوالو ژبو سره کرار، کرار د ځوانانو بلدتوب دی، هغه مسایل چې په نورو ژبو کې شته، دوی يې په خپله پښتو کې تشه محسوسوي او په طبعي توګه دا حالت دوی ژباړو، تحقیق او تالیفاتو ته هڅوي. "
له لیکوال او د نظر خاند رفیق جنبش مو وپوښتل چې دا مهال پښتو ژبې ته کوم ډول کتابونه ډېر لیکل کېږي او د نورو لیکوالو پر هڅونه يې اغېزې څه دي؟
نوموړی وايي:
"په اوس کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې د تخلیقي ادبیاتو زیات کتابونه چاپیږي، د پوهې په برخه کې ستره لاسته راوړنه دا ده چې مخکې وخت کې په پښتو کې علمي کتابونه کم ول، په اوس وخت کې د کمیت په لحاظ دا چاره ښه شوې، خو کیفیت ته يې دقیق پام په کار دی، د کتابونو دغه ډول چاپ ځوانانو لیکوالو ته یو ډول ډاډ ورکوي چې دوی هم خپل علمي نظریات د کتاب په بڼه چاپ کړي. "
خوستي فرهنګیان وايي چې د پښتو ژبې تالیف شوي کتابونه تر ډېره خوست کې تقسمیږي او د نورو ولایتونو او پښتونخوا په کتابتونونو کې يې وېشنه کمه ده.
د پړکې مجلې مسوول مدیر سردار شفق يې په اړه وايي:
"خپرندویه ټولنې د مشهورو لیکوالو په شان په خپلو لګښتونو د ځوانو لیکوالو او شاعرانو د کتابونو چاپولو ته زړه نه ښه کوي، نو دوی اړ دي چې په خپلو شخصي لګښتونو يې چاپ کړي، نو په شخصي لګښت چاپ او بیا د ټول هېواد او پښتونخوا چې موږ ګډه ژبه او کلتور سره لرو، د هغوی علمي مرکزونو او کتابتونونو ته يې رسول ستونزمن وي، د کتابتونونو د مالکینو تر منځ هم د نورو فریقو په شان یو ډول ناسالم رقابت موجود دی، نو نوي چاپ شوي کتابونه تر ډېره د خوست په محدوده پاتې کېږي."
بل خوا شاعر او نقاد فریدالله قربان که څه هم په پښتو ژبه د کتابونو چاپ یو ښه پرمختګ بولي خو زیاتوي چې معیار ته يې پوره توجه نه کیږي.
فریدالله قربان زیاتوي:
"په پښتني سیمو کې د کتاب چاپ ډېر شوی دی، خو بدبختانه چې پوره معیاري ندی، یو لامل يې دادی چې زموږ فرهنګي خلک دې لپاره ځانته ډله نلري چې د دې څخه لیدنه او کتنه وکړي، د شعر په برخه کې خو ځوانان دې ته لیواله وي چې کتاب يې ژر چاپ شي او حوصله ورته نه کوي، بله ستونځه د مارکیټنګ نه کول دي، نو ځکه کتابونه مو پایښت هم نه مومي. "
د کتونکو له انده که څه هم په وروستیو کلونو کې خوستیو لیکوالو، شاعران او د رسنیو کارکوونکو سلګونه عنوانه بیلابیل کتابونه، شعري ټولګې، مجلې، ورځپاڼې، اونیزې او مهالنۍ چاپ او خپرې کړي دي، خو تر اوسه يې کره شمېره نده مالومه او د چاپ او وېش لپاره يې هم اړوندو ادارو منظم میکانیزم ندی جوړ کړی.
نجیب الله الوخېل