ترکمنستان د ټاپي ترڅنګ د بریښنا د لېږد بل مزی هم جوړ کړي

ترکمنستان وایي، په پام کې لري د ټاپي په نوم د ګازو د نل‎لیکې سره په څنګ کې د بریښنا د انتقال یو پیاوړی مزی هم جوړ کړي، څو وکولای شي د ګازو د نل‎لیکې په اوږدو کې زیربنایې تاسیساتو ته د بریښنا رسولو سربېره د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته هم بریښنا انتقال کړي.

دا خبره د ترکمنستان حکومت پرون رسنیو ته د یوه پیغام په استولو کړې ده.

ترکمن حکومت دغه راز ویلي چې د بریښنا د صادراتو ډېرول کولای شي په لومړي سر کې په افغانستان کې د لویو تأسیساتو په جوړېدو سره خلکو ته د کار زمینې هم برابرې کړي.

ترکمنستان له تېرو شلو کلونو راهیسې افغانستان ته په کښته بیه بریښنا صادروي.