یو شمېر سیاسي څېرې او د افغانستان د سیاسې موج د تحول جریان مسؤلین وایي چې په هېواد کې ریاستي نظام د خلکو په ګټه نهدی او اوسنی نظام دې په مختلط نظام بدل شي.
د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي موج د جریان لهخوا جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان ریاستي نظام په مختلط نظام بدلېدل د خلکو په ګټه دی.
نوموړی وايي:
"د افغانستان اوسنیو شرايطو ته په کتو ریاستي نظام مختلفو ټولنیزو، مدني او سیاسي جوړښتونو ته په کتو نهدی رامنځته شوی خو له نېکهمرغه ځوان نسل او مدني حرکتونو ته په کتو د بدلون تمه کېدای شي، نو اړتیا لیدل کېږي چې د هېواد اقتصادي شرایطو ته په کتو یو نوی موډل وړاندې شي."
ښاغلي قانوني وویل، د صدراعظم نهشتون د پارلمان او ولسمشرۍ ماڼۍ تر منځ ډېرې ستونزې پیدا کړي او که دغه ستونزې هوارې نهشي نو ناوړه پایلې به ولري.
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي و، د دې تر څنګ چې پارلماني نظام د ملي حاکمیت ښه تمثيل کوي خو د ملي وحدت حکومت هم د پرېکړو لپاره خلکو ته ښې زمینې مساعدې کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سیاسي موج د تحول مشره فوزیه کوفي هم په پارلماني نظام ټينګار کوي او وايي، تر هغې چې واک په ټولو خلکو او اقوامو پورې تعلق پیدا نهکړي او خلک په واک کې شریک نهشي په افغانستان کې سیاسي مالکیت نهشي رامنځته کېدای.
اغلې کوفي وايي، سیاسي مالکیت هغه مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان ټول وګړي ځان په نظام کې شریک وګڼي.
نوموړې وايي:
"د مالکیت سیالۍ هغه وخت رامنځته کېږي چې د افغانستان ټول وګړي ځان په نظام کې شامل وګڼي، نو دغې نتیجې ته ورسېدم تر هغه چې قدرت د افغانستان په ټولو خلکو پورې تعلق پیدا نهکړي او ټول خلک په قدرت کې ځان ونهویني حل لاره نهشي موندلای."
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې پارلماني نظام ښه دی خو د هېواد په اوسنیو شرايطو کې امکان نهویني.
وموغوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو خو دوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
راپور: سباوون کاکړ