د افغان ولسمشر ویاند وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال او احمد ایشچي د قضیې په اړه د عدلي او قضايي ارګانونو پرېکړې ته په تمه دي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه په دې برخه کې بشپړه خپلواکي لري.
په عین حال کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته ویلي چې له جنرال دوستمه درې ځلې غوښتل شوي چې لویې څارنوالۍ ته ورشي او یا هم خپل وکیل څارنوالۍ ته ولېږي.
د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي د ولسمشر په لومړي مرستیال تور پورې کړی چې جنسي یې ځورولی، خو ښاغلي دوستم دغه تورونه رد کړي دي.