ترکي چارواکو د روسي سفیر د قتل په تور ۲ مشکوک کسان نیولي

د ترکیې چارواکي وايي چې په انقره کې د روسیې د سفیر اندرې کارلوف د قتل په تور یې دوه مشکوک کسان نیولي چې یو یې د پولیسو افسر دی.

د انقرې محکمې نن د دوو مشکوکو کسانو د توقیف امر وکړ.

پر دوو نورو مشکوکو کسانو حکم شوی چې د څېړنو تر بشپړېدو له ښاره د وتلو حق نه‌لري.

د روسیې سفیر اندرې کارلوف د ډېسېمبر په ۱۹مه په انقره کې د عکسونو په یوه نندارتون کې ووژل شو.