د سوریې احرار الشام ډله: د استانې مذاکرو کې ګډون نه‌کوو

په سوریه کې د رژیم ضد اسلام‌پالې ملېشه ډلې احرار الشام ویلي چې په استانه کې په مذاکرو کې ګډون نه‌کوي.

ټاکل شوې چې د سوریې په لانجه کې ښکېل لوري د روسیې، ایران او ترکیې په منځګړیتوب د جنورۍ په درویشتمه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د روغې جوړې خبرې وکړي.

احرار الشام پرون چهارشنبه پر خپله انټرنټ‌پاڼه ولیکل چې د استانې مذاکرو ته نه‌ورځي خو په‎ دې مذاکرو کې به د هغو پرېکړو ملاتړ وکړي چې د "ولس په ګټه وي".

په سوریه کې د رژیم مخالفې وسله‎والې ډلې او د سوریې د رژیم استازي به د استانې په مذاکرو کې برخه واخلي.