اساس: د ولسمشر غني او عطا محمد نور خبرې خنډ سره مخ شوي

د اجرائیه ریاست ارشد سلاکار ادعا کوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او د بلخ د سرپرست عطا محمد نور تر منځ مذاکرات له خنډ سره مخ شوي دي.

د عبدالله عبدالله سلاکار داوود اساس نن ازادي راډيو ته وویل، عطا محمد نور له شخصي او کمزوري ادرسه خبرې پیل کړې وې، نو ځکه‌یې نتیجه هم ورنه‌کړه.

دی زیاتوي:

"استاد عطا په کمزوري حال کې خبرې پیل کړې وې ولسمشر هم په همدې پوهېدلی چې عطامحمد نور نه‌شي کولای چې په درسته توګه خبرې مخکې یوسي، اوس د دوی مذاکرات له بن بست سره مخ شوي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی او عطا محمد ته نېږدې کس فرهاد عظیمي وايي، کابل ته د ښاغلي عطا محمد نور په راتګ سره له ولسمشر سره خبرې روانې دي.

د بلخ سرپرست عطا محمد نور او د ولسمشر محمد اشرف غني تر منځ خبرې د روان لمریز کال د قوس په میاشت کې پيل شوې، خو تر اوسه‌یې کومه څرګنده نتیجه نه‌ده ورکړې.