کندهار چارواکي: د طالبانو حمله کې ۲پولیس وژل شوي

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په میوند ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک نن ازادي راډیو ته وویل، دغو پولیسو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښتله چې تېره شپه ناوخته وسله‎والو طالبانو د شلغمۍ پر امنیتي پوستو حمله وکړه.

یوې بلې امنیتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په دغې حمله کې شپږ پولیس وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.