د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې د پامیر د ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي رسنیو ته وویل، دغه طالبان تېره شپه په چهار درې ولسوالۍ کې د افغان کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.
ښاغلی کریمي زیاتوي چې په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ويلي.