د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، ۲۰۱۶ د افغان خبریالانو لپاره مرګونی کال و.
د دې کمېټې مشر نجیب شریفي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي موضوع جدي ونهنیول شي، نو په دې برخه کې به د ۱۳ کلونو لاسته راوړنې په سیند لاهو شي.
تېر میلادي کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ خبریالان وژل شوي.
ښاغلی شریفي زیاتوي د پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ او غزني په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې وسلهوال مخالفین سیمهییزې رسنۍ او خبریالان ګواښي.