پاور: ایران پر وسلو له لګول شویو بندیزونو سرغړونه کوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سمنتا پاور د چهارشنبې په ورځ اندېښنه څرګنده کړه چې ایران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا پر وسلو له لګول شویو بندیزونو سرغړونه کوي او د لبنان حزب‌الله ته وسلې ورکوي.

پاور وویل، د ایران له‌خوا په وسلو د حزب‌الله په سمبالولو سره د منځني ختیځ بې‌ثباتي دوام کوي.

هغې له امنیت شورا وغوښتل چې دغه بندیز عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشر جیفري فیلتمن هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې چې تهران د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیکونو په سرغړونې سره حزب‌الله ته وسلې ورکوي.

تهران له دې ډډه کړې چې پر وسلو او هم پر لیرې واټن توغندیو د امنیت شورا بندیزونه عملي کړي او د دغې شورا غړو روسیې او چین‌یې ملاتړ کړی دی.

دغو دواړو هېوادونو پر ایران د امنیت شورا د مخکنیو پرېکړه‌لیکونو د سرغړونو په خاطر پر دې هېواد د نویو بندیزونو د لګولو لپاره د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو مخه نیولې او هغه‌یې ویتو کړي دي.