پاکستان کې د ورکو فعالانو کورنۍ: غړو مو مقدساتو ته سپکاوی نه‌دی کړی

د پنځو ورکو شویو پاکستاني فعالانو کورنۍ هغه خبرې غندي چې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوي او پر دغو فعالانو، مقدساتو ته د سپکاوي تور پورې کوي.

روانه مياشت پاکستان کې پنځه لېبرال بلاګ ليکونکي او فعالان په مرموز ډول ورک شول او وروسته په ټولنيزو رسنیو کې پر دوی مقدساتو ته د سپکاوي تورونه ولګېدل.

هېڅ ډلې د دوی د برمته کولو مسؤليت نه‎دی منلی او امنیتي ادارو د دوی په ورکېدو کې لاس درلودل رد کړي دي.

په همدې حال کې پر فېس‌بوک او ټويټر مقدساتو ته د سپکاوي تورونه زيات شوي چې د ځينو کسانو پر ضد د تهديدونو د زياتوالي لامل ګرځېدلي دي.

د پنجشنبې په ورځ په اسلام‎آباد کې د سلمان حیدر او سلمان ګورايا کورنیو په يوه خبري کنفرانس کې وويل:

"مقدساتو ته د سپکاوي د تورونو کمپاين يوازې له دې کبله پيل شوی چې زموږ له غميزې د خلکو فکر واړول شي. زموږ د کورنيو غړي برمته نیول شوي دي."

حیدر کيڼ اړخی ليکوال او پروفېسور دی چې په جنورۍ مياشت کې له لېبرال بلاګ ليکوونکو ګورايا، عاصم سعید، احمد رضا نصير او په کراچۍ کې د ترورېزم پر ضد د فعالانو د ډلې مشر ثمر عباس سره یوځای ورک شو.

په انټرنټي پوسټونو کې پر ورکو شويو فعالانو مقدساتو ته د سپکاوي تورونه پورې شوي دي او د دې تر څنګ د درېیو ټلوېزیوني نطاقانو له‌خوا ورباندې دا تورونه تکرار شوي دي.

مقدساتو ته د سپکاوي لومړي تورونه د جنورۍ په نهمه پر فېس‌بوک د پاکستان د دفاع پر يوې ملاتړې پاڼې خپاره شول.

د پاڼې چلوونکي ويلي چې دا پوسټ د يوه نامعلومه ګډونوال له‌خوا لیکل شوی وو.

په پاکستان کې مقدساتو ته سپکاوی د مرګ په سزا تمامېدای شي او داسې تورونه د فعالانو او د دوی د کورنیو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کوي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پاکستان د پنجاب ايالت والي سلمان تأثير د خپل ساتونکي له‌خوا وويشتل شو ځکه مقدساتو ته د سپکاوي په قانون کې يې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

د ده وژونکی د ګڼو مذهبي افراطيانو له‌خوا اتل وبلل شو او کله چې تېر کال دی اعدام شو، لسګونه زره پلویانو یې د ده په جنازه کې ګډون وکړ.

د پاکستان د مدني فعالانو په نوم يوې ډلې د پنځو ورکو کسانو پر ضد پولیسو ته شکايت ثبت کړی چې ګواکې دوی د اسلام پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی کاوه.

د پاکستان د مدني فعالانو په نوم ډلې او د پاکستان د دفاع په نوم ډلې رد کړې چې د فعالانو پر ضد په کمپاین کې د دوی لاس دی.

نور فعالان بیا وايي چې مقدساتو ته د سپکاوي تورونه د اندېښنې وړ دي او د مخکني ثبت شوي شکايت پر ضد يې بل شکايت ثبت کړی چې غوښتنه کوي د پنځو فعالانو پر ضد رسمي شکايت باید رد شي.

دوی وايي، پر انترنټ کمپاين د خپلواکو او لېبرال فعالانو د چپ کولو په مقصد دي چې په منظمه توګه پر مخ وړل کېږي.

فعالانو ويلي چې د دغو تورونو له لاسه ګڼ شمېر نورو فعالانو خپل انلاین پاڼې بندې کړې دي.

پخواني:

د هغو پنځو پاکستاني تري تم شويو فعالانو کورنیو د ټولنیزو رسنیو له لارې هغه کمپاین غندلی او هغه‌یې ناوړه بللی چې په‎کې دغه تري تم شوي خلک مقدساتو ته په سپکاوي تورن شوي.

دا هغه جدي تور دی چې په پاکستان کې د مرګ سبب کېدای شي.

دغو پنځو تنو د مذهبي نه‌زغم په وړاندې خپل غږ اوچت کړی او هغه وخت‌یې د پاکستان پر پوځ انتقاد کړی و.

دوی ټول د روانې میاشتې په پیل کې د څو ورځو په موده کې تري تم شول.

د دوی د یرغمل کېدو مسؤلیت تر اوسه هېڅ یوې ډلې په غاړه نه‎دی اخیستی او امنیتي ادارو هم په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

خو د ټولنیزو رسنیو، فېس‌بوک او ټویټر له لارې پر دغو فعالانو مقدساتو ته د سپکاوي ډېر تورونه لګول شوي چې ورسره‌یې ګواښونه هم زیات کړي دي.

د سلمان حیدر او وقاس ګورایا کورنیو د چهارشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې له دغه کمپاینه یوازنی هدف ښایي دا وي چې زموږ او زموږ د عزیزانو چې په غیر قانوني ډول تښتول شوي، له غمجن حالت سره د عام ولس پام بلې‌خوا ته واړوي.

حیدر چې د چپې مفکورې لرونکی لیکوال او د پوهنتون استاد دی د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې له لېبرال بلاګ لیکونکي ګورایا، عاصم سعید، احمد رضا نصیر او سمر عباس سره چې په کراچۍ کې د افراطیت پر ضد د فعالانو د یوې ډلې مشر و، تری تم شوی دی.

پر تري تم شویو دغو فعالانو یوازې د ټولنیزو انلاین رسنیو له لارې مقدساتو ته د سپکاوي تورونه نه‎دي لګول شوي بلکې لږ تر لږه درېیو ټلوېزیوني مبصرینو هم پر هغوی دا تور لګولی دی.

په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي سزا اعدام ده او دغو تورونو په دې اړه چې بدماشې ډلې به د حملو لپاره دغه فعالان او د هغوی کورنۍ په نښه کړي، جدي خطرونه زیات کړي دي.