میدان وردګ کې روان کال نېږدې ۶۰۰ پروژې عملي شوي

میدان وردګ ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري روان لمریز کال نېږدې ۶۰۰ پروژې عملي شوي.

د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمان منګل ازادي راډیو ته وویل:

"د دې ولایت په ټولو اداري واحدونو، ولسوالیو او کلیو بانډو کې شاوخوا ۵۹۷ بېلابېلې وړې پروژې پلې شوي او نېږدې ۲۱۴ نورې پروژې تر کار لاندې دي."

د سړکونو، پلچکونو او اوبه خور په ګډون پر دغو پروژو څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګېدلې دي.