د تاجکستان پخوانی لوی درستیز په ترافیکي پېښه کې مړ شو

د تاجکستان پخوانی لوی درستیز د دوشنبې په ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند فریدون محمد علي‌زاده د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل، ظریف شریف‎زاده چې پخوا لوی درستیز او د دفاع وزارت سلاکار پاتې شوی د چهارشنبې په ورځ په ترافیکي پېښه کې ساه ورکړه.

د تاجکستان د دفاع وزارت یوه مسؤل وویل چې پر شریف‎زاده د زړه حمله راغلې وه او بیا یې موټر له بل موټر سره ټکر شو چې روغتون ته د بیول کېدو پر مهال مړ شو.

د پېښې تحقیق روان دی.