روسیه وایي، د دغه هېواد الوتکو د لومړي ځل لپاره د ترکیې له هوایي ځواکونو سره یوځای په سوریه کې د داعش پر ضد بریدونه کړي دي.
د روسیې په دفاع وزارت کې د عملیاتو برخې قوماندان سرګي رودسکوی پرون د دې عملیاتو تر پیل مخکې رسنیو ته وویل:
"نن د روسیې او ترکیې هوایي ځواکونه، لومړني ګډ عملیات د داعش د سنګرونو پر ضد د الباب ښارګوټي پر واټونو د حلب په ولایت کې ترسره کوي."
روسیه او ترکیه هغه دوه هېوادونه دي چې پرېکړهیې کړې ده په قزاقستان کې د سوریې د سولې خبرې پیل شي.
د سیاسي اختلافاتو سربېره تمه ده چې دا خبرې د جنوري په ۲۳مه په استانه کې وشي.