د افغانستان ملي دفاع وزارت په کندز کې د پوځي عملیاتو د پيل خبر ورکوي.
د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د "پامیر۱" په نوم پوځي عملیات د کندز ښار پر شااوخوا تمرکز لري.
محمد رادمنش په دې اړه وویل:
"د پامیر ۱ په نوم پوځي عملیات د کندز په امام صاحب ولسوالۍ، حضرت سلطان، بُز کندهاري او پل الچین سیمو کې ادامه لري، موږ هغه ماینونه هم چې د خلکو د تګ راتګ پر لارو اېښودل شوي وو، پاک کړي دي."
ښاغلي رادمنش زیاته کړه چې د ننګرهار، هلمند، ارزګان او سرپل په ګډون په ۹ ولایتونو کې پوځي عملیات روان دي.