د ایران ولسمشر حسن روحاني له نړیوالو سره د تهران پر اټمي موافقې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ انتقادونه رد کړل او ویېویل چې پر دې موافقه بیا بحث نهکوي.
روحاني پرون سې شنبه په تهران کې خبري غونډې ته چې له نړیوالو سره د ایران د اټمي موافقې د لومړۍ کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه، وویل چې ټرمپ پر خپل سر دا موافقه نهشي ردولائ او پر دې موافقې د بیا غور او بحث خبرې مفهوم نهلري.
حسن روحاني وویل:
"د اټمي موافقې په اړه د ټرمپ د خبرو زیاته برخه شعارونه دي، زه فکر نهکوم چې سپینې ماڼۍ ته د هغه له ورتګ سره به ډېر تغییر راشي، ځکه اټمي موافقه یوازې د ایران او امریکا تر منځ نهده او دا یوازې د ټرمپ صلاحیت نهدی چې موافقه خوښوي که یې نهخوښوي."
روحاني همداراز وویل چې ډونالد ټرمپ نهپوهېږي چې دا اټمي موافقه د امریکا په ګټه هم ده او انتقادونهیې "تشې" خبرې دي.
ډونالد ټرمپ به د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه وکړي.
ټرمپ ویلي چې له ایران سره اټمي موافقه تر ټولو خرابه موافقه وه او ایران تهیې تر اندازې زیات امتیاز ورکړی دی.