د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چیلسیا مانېنګ چې ویکي لیکس ته د امریکا د پټو اسنادو د افشا کولو په تور په پنځه دېرش کلونو بند محکوم شوی و، د بند موده کمه کړې ده.
سپينې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ وویل چې مانېنګ به د مې په اولسمه نېټه له زندانه خوشې شي.
مانېنګ چې د امریکا د پوځ سرتېری و، د ۲۰۱۳ کال په اګست میاشت کې وروسته له هغې چې ویکي لیکس تهیې د محرمو اسنادو په ورکولو اعتراف وکړ، د جاسوسۍ او نورو جرمونو په خاطر د بند په سزا محکوم شو.
د مانېنګ د زندان د پاتې مودې بخښل د ولسمشر په توګه د اوباما له وروستیو حکمونو یو دی.
اوباما ۶۴ بندیان بخښلي او د ۲۰۹ نورو د بند مودهیې کمه کړې ده.