عراقي پوځ د موصل لوېدیځ کې د داعش پر ضد عملیات پيل کړي

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي، پوځیانو یې د موصل ښار په لوېدیځ کې د اسلامي دولت د وسله‌والو پر ضد حرکت پيل کړ.

د موصل ښار لوېدیځ لا هم د داعش د وسله‌والو په لاس کې دی.

حیدرالعبادي پرون سې شنبه د عراق پر دولتي ټلوېزیون د موصل په لوېدیځ کې د عملیاتو د پيل خبر اعلان کړ او ویې‌ویل چې پوځيان د دجلې دریاب ختيځ ته د داعش د وروستیو ځالو په ویجاړولو لګیا دي.

د موصل په شمال ختیځ کې پرون هم جګړه روانه وه.

د عراق پوځ وايي، په نېږدې ورځو کې به د دجلې دریاب ختیځه غاړه په بشپړ ډول د داعش له وسله‌والو پاکه کړي.

ویل کېږي چې د موصل په لوېدیځ کې جګړه ښايي د ختیځ په څېر چې درې میاشتې یې دوام وکړ، سوکه پر مخ ولاړه شي.