د سکاټلند یارډ پولیس د کندهار پېښې څېړلو لپاره دغه ولایت ته رسېدلي

په کندهار کې د والي پر مېلمستون د حملې د تحقیقاتو لپاره د سکاټلنډ یارډ پولیس دغه ولایت ته رسېدلي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د سې شنبې په ماښام په یوه بیان کې وویل چې د سکاټلنډ یارډ په نوم د بریتانیې د پوليسو په ګډون د متحده عربي اماراتو دوهم تحقیقاتي پلاوی هم د کندهار د والي پر مېلمستون د حملې د تحقیق لپاره دغه ولایت ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یو بل پلاوی چې مشري يې د ولسمشر سلاکار داود ګلزار کوي لا هم د پېښې په پلټنه بوخت دي.

دغه پلاوي یوازي په لومړنیو معلوماتو کې ویلي چې دغه حمله د پاکستان د کوټې ښار په یوه دیني مدرسه کې پلان شوې وه.

په دغي حمله کې ټول دولس کسان ووژل شول او ۱۹ ڼور ټپیان شول.