د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ترورستانو مرکزونه د افغانستان له خاورې بهر په پاکستان کې دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن دا خبره ازادي راډیو ته وروسته تر دې وکړه چې ترکي چارواکو وویل، یو ترهګر یې نیولی دی چې په افغانستان کې روزل شوی دی.
د استانبول والي واصف شاهین نن وویل چې هغه کس پولیسو پرون ونیو چې د نوي کال په شپه یې په استانبول کې نهه دېرش کسان ووژل:
"دا سړی عبدالقادر مشاریپوف نومېږي، د ده پټ نوم ابو محمد خراساني دي، دی په ازبکستان کې په نولس سوه درې اتیایم کال کې زېږېدلی او په افغانستان کې یې روزنه ترلاسه کړې ده، دی سم روزل شوی ترورست دی چې په څلورو ژبو خبرې کوي."
د استانبول والي زیاته کړه چې نیول شوي سړي اعتراف کړی دی چې ده دا برید کړی او د برید کوونکي او نیول شوي سړي د لاس د ګوتو نښې هم سره ورته دي.
اسلامي دولت ډلې یا داعش د دې حملې مسؤلیت منلی.
وروسته تر دې چې ترکي چارواکو وویل چې د نوي کال په شپه په یوه نایټ کلب کې برید د ازبکستان هغه کس کړی دی چې په افغانستان کې روزل شوی.