حکومت د وزیرانو په اړه د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه دی

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، حکومت لا هم د بېواکه شویو وزیرانو په اړه د سترې محکمې له لوري د اساسي قانون ۹۲ مادې تفسیر ته په تمه دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې د سترې محکمې د پرېکړې تراعلان پورې اوسني وزیران خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"حکومت له هم له د سترې محکمې له ادرسه د اساسي قانون ۹۲ مادې تفسیر ته په تمه دی کله چې دغه تفسیر له سترې محکمې څخه حکومت ته رسېږي په هغه صورت کې به وروستۍ پریکړه کېږي."

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د ولسي جرګې رئیس له حکومت وغوښتل چې د اساسي قانون ۹۲ مادې ته په احترام دې د دغه جرګې پرېکړه ومني او نوي وزیران دې دوی ته معرفي کړي.