د افغانستان بانک مسؤلین وایي چې د پیسو د زړېدلو تر ټولو لوی لامل نقدي راکړې، ورکړې دي حال دا چې په نوره نړۍ کې ډېرې معاملې د کارت په ذریعه کېږي.
نقدې پیسې څوک له ځان سره نه ګرځوي، داسې ډېر لیدل شوي چې کله له نانوايي نه پیسې اخلو په اوړ وي، له مستري سره غوړې وي او نورو دوکاندارانو خیرنې شکېدلې او نمبر بدله پیسې د پنځه سو ګونو زرګونو په بدل کې خلکو ته ورکوي،
ځینې عام خلک هم د پیسو نوټ قات قات کوي بیا یې جیب کې ږدي دا ټولې خبرې هغه څه دي چې افغاني بانک نوټونه مخکې له وخت څخه داسې زړوي چې بیا یې څوک نه اخلي.
د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5