ولې مېرمنې ډېرې تعویزګرو او فالیدونکو ته ورځي؟

ولې زموږ په ټولنه کې مېرمنې د ژوند له ستونزو څخه د خلاصون په خاطر تعویز ګرو ته ورځي، دغه راز له دې بابته مېرمنو او کورنیو ته څه ستونزې جوړېدای شي.

زموږ په ټولنه کې ډېری وخت مېرمنې چې کله د ژوند له ناخوالو سره مخامخ کېږي نو تعویزګرو او د مګرو ته مخه کوي، ډېری خلک د دې پر ځای چې د خپلې ستونزې منطقي حل لاره ولټوي خرافاتي کړنو ته پناه وړي.

انسان ټولنیز موجود دی او په ټولنه کې د خوښیو ترڅنګ ځینې ناخوالې هم موجودې وي خو اکثر مېرمنې له دغو ناخوالو څخه د تیښتې په خاطر تعویزګرو او فالیدونکو ته ورځي او تعویزګر هم د ځینو وعدو په ورکولو سره چې د خواښې ژبه به یې بنده کړي، مېړه به یې د دې په فرمان کړي یا مجردو نجونو ته وایي چې بخت به یې خلاص کړي او داسې نورې ډیرې خبرې

د ې او ورته نورو پېښو ته په دغه پروګرام کې ځای ورکړل شوی، د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ