د سعودي کابینې یو وار بیا د کندهار او کابل پېښې وغندلې

د سعودي عربستان کابینې پرون دوشنبې یو وار بیا د افغانستان وروستۍ خونړۍ حملې وغندلې.

سعودي عربستان وايي چې د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې چې د پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود په مشرۍ جوړه شوه، د افغانستان په درې ښارونو کې وروستۍ تروریستي حملې وغندلې.

د سعودي عربستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکتر عادل بن الُریفي له غونډې وروسته وویل چې کابینې پر دې تاکید وکړ چې دا ډول بې رحمانه تروریستي اعمال د اسلامي ارزښتونو خلاف دي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو له حکومتونو او ولسونو او همداراز د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

کابینې د ټپیانو د ژر تر ژره درملنې هیله وکړه.