اولانډ: اروپايي اتحادیه د بهرنیانو نصیحتونو ته اړتیا نه لري

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ، پر اروپايي اتحادیې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتقاد په ځواب کې وویل، اروپايي اتحادیه د خپلو چارو په اړه د بهرنیانو نصیحتونو ته اړتیا نه لري.

اولانډ پرون دوشنبې د امریکا د تلونکي سفیر «جېن هیرټلي» لپاره په پاریس کې یوې ترتیب شوې غونډې ته وویل چې اروپا تیاره ده چې د امریکا - اروپا همکارۍ ته دوام ورکړي، خو دا به یې د خپلو ګټو او ارزښتونو پر اساس وي، د بهرنیانو نصیحت ته اړتیا نشته چې څه باید وکړو.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مفصله مرکه کې چې لندڼ ټایمز ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ خپره کړه، له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا وتل وستایل او ویې ویل چې د اروپايي اتحادیې د مهاجرت ازاده پالیسي به د دې سبب شي چې نور هېوادونه هم له دې اتحادیې ووځي.