غني: د کندهار او کابل پېښو عاملین پاکستان کې ازاد ګرځي

د افغانستان جمهور رئیس وايي، هغه کسان چې په کندهار او کابل کې یې د وروستیو تروریستي حملو مسؤلیت اخیستی، په پاکستان کې ازاد ګرځي او فعالیت کوي او د پاکستان حکومت یې پرضد چندان اقدام نه دی کړی.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وايي، د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال قمرجاوېد بجوه سره ټلفوني خبرې کړې او په افغانستان کې د وروستیوحملو له امله یې خواشیني ورته څرګنده کړې ده.