ارګ کې د وروستیو پېښو د قربانیانو فاتحه واخیستل شوه

په کندهار، کابل او هلمند کې د وروستیو تروریستي حملو له امله د وژل شویو کسانو د درناوي لپاره نن په ارګ کې د فاتحې مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت یو شمېر لوړ رتبه چارواکو برخه اخیستې وه او د حملو د قربانیانو روح ته یې دعا وکړه.

د ښاغلي غني د فرمان له مخې، پرون او نن په ټول افغانستان کې ملي ماتم و او د دې هېواد پر دولتي ودانیو بیرغ نیم ځوړند و.