په سوریه کې ملېشه ډلو پرېکړه کړې چې د روسیې او ترکیې په مشرۍ د روغې په مذاکرو ګډون وکړي.
دا مذاکرې به د جنورۍ په ۲۳مه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې کېږي.
چارواکو نن وویل، د ملېشه ډلو استازو دا پرېکړه په انقره کې د روانو غونډو او خبرو په پایله کې کړې ده.
په سوریه کې د ملېشه ډلو د یوه ائتلاف ویاند ویلي چې د استانې په غونډه کې به د اوربند، بشري مرستو او د بندیانو پر خوشې کېدو خبرې وشي.
د "ازادې سوریې پوځ" په نوم د ملېشو یوې ډلې ویلي چې استازي بهیې د اوربند پر ټینګېدو چې په پراخ ډول تر پښو لاندې شوی، خبرې وکړي.
مسکو د ډسېمبر په ۲۹مه اعلان وکړ چې له ترکیې سرهيې په ګډه د سوریې د حکومت او د رژیم د مخالفو ډلو تر منځ د اوربند پر ټینګېدو موافقه رامنځته کړه.
د امریکا متحده ایالات له دې بهیره لیرې ساتل شوي دي.
روسي چارواکو ویلي چې په استانه کې خبرې به د دوی، ترکیې او ایران په مشرۍ ترسره شي چې د مصر، سعودي عربستان، قطر او اردن استازي به هم ورشي.
سین سپایسر چې د جنورۍ په شلمه د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د کار له رسمي پیل سره به د سپینې ماڼۍ ویاند وي، وویل چې په واشنګټن کې د روسیې سفیر د ټرمپ د ملي امنیت له سلاکار سره په ټیلیفوني خبرو کې، امریکا ته هم د استانې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
خو د کرملېن ویاند دېمیتري پېسکوف نن څرګنده کړه چې په استانه کې مذاکرو ته د ټرمپ د استازو د وربللو خبر نهشي تائیدولائ.