اخندزاده: د سولې شورا ځینې غړي طالبانو سره اړیکې لري

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي، د سولې عالي شورا ځیني غړي له وسله‌والو طالبانو سره اړیکې لري.

د سولې عالي شورا غړي او سناتور شیر محمد اخندزاده نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې برخه کې مؤثق اسناد او شواهد په لاس کې لري.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا دا ډول تورونه بې‌بنسټه ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې عالي شورا پخواني سلاکار عبدالحکیم مجاهد وسله‌وال طالبان د سولې فرشتې یادې کړي.