د چین دولتي ورځپاڼو د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې د ټایوان په اړه څرګندونې یې له کرکې ډکې دي او که د ولسمشر په توګه د کار تر پیل وروسته دا بیانونه جاري وساتي، چین به هم "له لاسونو دستکش ورته وباسي."
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ درې ورځې مخکې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته په مرکه کې څرګنده کړه چې په واشنګټن کې د "واحد چین" پالېسي بحث ته وړاندې کېدلائ شي.
چین، ټایوان چې له ۱۹۴۹ میلادي کال راهیسې خودمختار دي، د خپلې خاورې دایمي برخه ګڼي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د "واحد چین" کړنلاره چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې رامنځته شوې، منل د چین او امریکا د اړیکو اساس جوړوي.
چینايي ورځپاڼې «چاینا ډېلي» لیکلي:
"که ټرمپ سپينې ماڼۍ ته تر ورتګ وروسته هم داسې بیانونه جاري وساتي، د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابېدو امکان نهشي ردېدلائ او په هغه صورت کې به چین هم اړ وي چې لاس په کار شي."