ولسي جرګه: افغان حکومت باید نوي کاندید وزیران معرفي کړي

د افغانستان ولسي جرګې یو ځل بیا له افغان حکومت نه وغوښتل چې د اووه سلب اعتماد شویو وزیرانو پر ځای نوي کاندید وزیران دغې جرګې ته معرفي کړي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي نن په دې اړه په عمومي غونډه کې وویل:

"جلاالتماب ولسمشر نه یو ځل بیا د ولسي جرګې په استازیتوب غواړم چې اساسي قانون ته درناوی د افغانستان خلکو ته درناوی دی او کومه استیضاح چې د ولسي جرګې له‌خوا شوې د قانون پر اساس وه او باید د کابینې نوي غړي موږ ته معرفي کړي."

ولسي جرګې نېږدې دوه میاشتې مخکي د افغان کابینې ۱۶ وزیران د اویا سلنې نه د کمې بودجې مصرفولو له امله استیضاح کړل چې ۷ تنه‌یې سلب صلاحیت شول او پاتې نور یې پر خپلو دندو پاتې شول.

افغان حکومت، د وزیرانو د استیضاح موضوع د اساسي قانون د ۹۲مې مادې له مخې، د تفسیر لپاره سترې محکمې ته راجع کړې ده.

خو سترې محکمې تر اوسه په دې برخه کې خپله پرېکړه نه‌ده کړې.